IQNA

 د پارلیمان د لومړي پړاؤ د جوړیدا په مناسبت پیغام!

 هر یو جان فدا په قول  او عمل کې د ملت د انسجام او یووالي مظهر دی

15:41 - May 28, 2026
د خبر لمبر: 3492838
ایکنا – د اسلامی انقلاب ستر لارښودد ایران  د اسلامی شورا  د لومړني پړاؤ  د جوړیدا د کلیزې په مناسبت  پخپل  پیغام کې  د  هیواد  دلوړتیا په لاره کې د پارلیمان د استازو په تیره بیا د پارلیمان د قدرمن مشر دهڅو په قدرونې سره د ملت حقیقي نماینده د ملت له جنسه  او ولس  له  باطنه د مبعوث شوي وبلل او ټينګار ئې وکړلازمه ده چې هر یو جان فدا یا ځان قربانونکی چې زړه ئې د اسلام او اسلامی انقلاب  یا د ایران د سرلوړي او خپلواکئ لپاره ډبیږي،  له دې وروسته دې لازیات  د ملت د منسجمو او په یوه بل پسې یو موټی لیکو  د  تحفظ او ساتنې لپاره  اهتمام  وکړي او   غیر ضروری اوحتی  روا اختلافات دې  په شخړو او لانجو او تفرقې نه بدلوي او قولا او عملا دې د ملت د انسجام او یووالی  مظهر او بیلګه شي.

 ایکنانیوز د  شهید رهبر حضرت امام خامنه اي د آثارو او نشریاطو د ساتنې د دفتر د اطلاعاتو د څانګې له قوله راپور راکړ، د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله سید مجتبی خامنه ای د ایران د پارلمان د پرانیستل کېدو د کلیزې او د دوولسم پارلیماني پړاؤ د دریم کال د فعالیت د پیلېدو په مناسبت، د پارلمان د مشر او د استازو د هڅو په قدرونې سره، د ملي وحدت د ساتلو ، له تفرقې ډډه کولو او د هیواد په اصلي مسائلو په ځانګړې ډول اقتصاد، معیشت، ګرانی، د تولید وده او په ټولنه کې د هیلو پیدا کولو په ضرورت ټینګار وکړ.

په دې پیغام کې، هغوی د ایران د لوړاوی په لړ کې د استازو په تېره بیا د پارلمان د مشر د هلوځلو په ستایلو سره، د ولس حقیقي استازی یې ولسي او د مبعوث شویو کسانو سره یو شان وبلله او د اوسني بې سارې انسجام او د ستر ملي وحدت د نعمت په رعایتولو باندې په ټینګار سره جوته کړه: اړینه ده چې له دې وروسته هر یو هغه ځان‌فدا چې زړه یې د اسلام او انقلاب، یا د ایران د خپلواکۍ او سرلوړۍ لپاره ټوپ وهي، تر پخوا ډېر د ملت د منسجمو او یو له بل سره تړلو صفوفو د یووالي د ساتنې لپاره هڅه وکړي او ناموجه او حتی موجه اختلافات په تنازع او تفرقه بدل نه کړي او په وینا او عمل کې د ملت د انسجام او یووالي مظهر وي.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په دغه پیغام کې راغلی دی: د لوی اختر او د اسلامي شورا د جرګې د لومړی دور د پرانیستل کېدو د کلیزې په مناسبت، د اسلامي ایران ټولو ګرانو خلکو او د اسلامي شورا محترمو استازو ته مبارکي وایم او په دې مناسبت، د هېواد د پرمختګ په لاره کې د استازو ، په ځانګړي ډول د اسلامي شورا د محترم رئیس، ښاغلي ډاکټر قالیباف، له هڅو مننه او قدرداني کوم.

هغوی وفرمایل: د اسلامي شورا جرګه، د ولس نماینده، د ديني ولسواکۍ څرګندونکی او د اسلامي جمهوريت د قانون او قانون جوړونې ستنه ده چې، د خلکو د ارادې په پلي کولو کې مهم رول لري. اوس له درېيم سپېڅلي دفاع څخه، د درو مياشتو له تېرېدو سره، په ايمان، هيله او عمل کې د ايران د خلکو باطني کيفيت او جوهر، دوست او دښمن ته ثابت شوی دی، او د ايران د خلکو د کچې لوړوالی، د ملت د فضيلتونو د لنډيز يوه حيرانوونکې ځلا یې څرګنده کړې ده. څرنګه چې د ملت ریښتینی استازی باید د ملت له جنس څخه وي، اوسنی پړاو په استازو او د اسلامي شورا په مجلس کې د خلکو د بعثت د جلوې لپاره، د عطف یو مهم ټکی دی تر څو خپل رول، کړچار او د خپلو مسئولیتونو پوره کول، د مبعوث شوي ملت په کچه  تنظیم کړي او د اسلامي ایران د راتلونکو د لارې د برابرولو لپاره په دوه چنده کار، نوښت ، قانون‌جوړونې او څارنې سره، دې بهیر ته چټکتیا او ژورتیا وبخښي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود پخپل دغه پیغام کې مخکې وفرمائيل؛ په دغه جهادي ډګر کې، د نمایندګئ څوکۍ د هېواد د پرمختګ په لاره کې د بدلون اوچینج  دسنګر  د  لومړۍ کرښې  په توګه ګڼل کېږي؛ نو ښائي چې د ملت استازي د حق جل جلاله په الهي پېرزوَینو توکل وکړي، او زمون ږ د سردار او مولا،  امام الزمان عجّل‌الله تعالی فرجه الشریف، په دربار کې توسل ولري، او د امریکائي ـ صهیونیستي دوو تپل شوو جنګونو  د مظلومو شهیدانو، او د هغو  په سر کې  زمون ږ د ستر مقام لرونکي شهید قدرمن رهبر، اعلی‌الله مقامه الشریف، د پاکو وینو درناوی وکړي، او په مجاهدانه ډول خپله ټوله وړتیا او ظرفیت د حکومت او نورو ادارو سره د همغږې حکومتولۍ لپاره، د مقننه قوې د خپلواکۍ په ساتلو سره، د هېواد د  وړ  بیارغونې، د خلکو د ستونزو د حل، په تیره بیا د اقتصادي او معیشتي مشکلاتو، د تولید او کارموندنې د ودې، د علم او صنعت د کچې د لوړوالي، د کلتور او اخلاقو د لوړاوي ، د مالي فساد پر ضد په مبارزې، د انفلیّشن او ګرانۍ د پيزواني کولو ، اود  هر اړخیز محرومیت‌ ختمونې  په لاره کې ولګوي.

دوي دغه راز پخپل دغه پیغام کې وفرمائيل په همدې  اساس لازمه ده،چې د مجلس  یا پارلیمان مصوبې د هېواد له اساسي مسئلو او د خلکو له اړتیاوو سره مستقیم او څرګند تړاو ولري، او د هېواد د هیله‌مندي او د  راتلونکي د  جوړونې په  لور متمرکزې وي. ټولنه تر هر څه وړاندې د امید حقیقي نښو، ثابتې لارې ، او د راتلونکې روښانه لید ته اړتیا لري، څو د هغو  پر بنسټ پلان جوړونه او حرکت وکړ ئ شي. د مجلس استازي  د خپلو دریځونو، مصوبو او ویناوو له لارې اسلامي شورا  د امید جوړونې مخکښ بنسټ  ګرځولی شي ؛ له هغو څخه، په اوسني وضعیت کې، د اجرائیه او قضائیه قواوو په ملګرتیا سره ، د ۱۴۰۵ کال د شعاریعني  « د ملي وحدت او ملي امنیت تر سیوري لاندې مقاومتي اقتصاد » باندې  په تمرکز سره، اقتصادي ثبات، د انفلیشن کمول، د نغدو پیسو د  مدیریت، د تولید د  ودې، د اووم پرمختیائي پروګرام د اصلاح، او د دویم  او درېیم  تپل شوې جنګ  د زیانونو د بیارغونې او  جوړونې پورې  د اړوندو موردونو ور زیاتول، د اصلي کاري ایجنډا برخه وګرځوي، او په اوسنیو شرایطو او له جنګه په  وروسته پړاو کې د حکومت او نورو برخو د حرکت نقشه انځور  کړي.

حضرت آيت الله سید مجتبی حسینی خامنه اي پخپل پیغام کې وفرمائيل؛ د مبعوث شوي ملت د کچې د رول د ترسره کولو لپاره، ګڼ مقدمات او اړتیاوې هم شته چې، په دې لنډ فرصت کې، یوازې قدرمنو  وروڼو او خویندو ته د ستر لارښود شهید ، اعلی‌الله مقامه الشریف، د اسلامي شورا له استازو سره په کلنیو لیدنو کې د فرمایشاتو د جزیاتو دقیقې او جدي مطالعې سپارښتنه کوم، په تیره بیا  د وروستیو کلونو خبرې چې مهم  تجربوي او عملي ارزښت لري. طبیعي ده چې شخصي  تقوا د دغو لارښوونو د مراعات او د حساسو دندو د سم ترسره کولو په تضمین کې اساسي رول لري. د لومړیتوبونو سمه پېژندنه، د مطالعاتو پر بنسټ را ي، ژورې تخصصي مشورې، له خلکو سره نږدې ژوند او پراخې اړیکې،  د فساد په ضد هر اړخیز او ډله ایز دریځ، پر ګوندي  او وګړنیزو  ګټو د ملي ګټو او عامه غوښتنو ترجیح  ،  ملی ،سیمه‌ییزو ګټو، پارلماني ډیپلوماسۍ ته پاملرنه، د مستکبرانو د زیات  غوښتنو پر وړاندې زړوَرتیا او روښانه او پیاوړي  دریځونه، او په سیمې او نړۍ کې د ایران نوي موقعیت ته هوښیار او ځير نظر  او انقلابي پام، د دغو اړتیاوو له جملې څخه دي.

دوي دغه راز وفرمائيل؛ د تقوا له بېلګو څخه یوه هم د ملي وحدت او بې‌سارې انسجام ساتنه ده، چې د اسلامي ایران د بیرغ تر سیوري لاندې دغه مبعوث شوي ملت ته ورکړل شوې، او د ستر شیطان  پر وړاندې د بریا له مهمو عواملو څخه شمېرل کېږي. د دغه لوي نعمت شکر دا دی چې د ملت ټول وګړي ، په  تیره بیا فکري او سیاسي شخصیّتونه ،  په خاصه توګه د پارلیمان  استازي، د دغه وحدت د ساتنې لپاره هڅه وکړي، او له بې‌ګټې سیاسي اختلافاتو او د ټولنیزو توپیرونو له  ستر ښودلو دې  ډډه وکړي.

د  اسلامی انقلاب معظم لارښود د تپل شوي جنګ ، اقتصادي بداؤ پروپیګنډیزې، تبلیغاتي او سیاسي کلابندئ وروسته   د دښمن  ړوندن پلان ،  دا دی چې د جنګ په ډګر کې خپلې ماتې ،د ټولنیزې تفرقې او ویشل کیدا  له لارې جبران کړي او ملت په ګونډو کړي . نو اړینه ده،هر هغه څوک چې د اسلام او اسلامی انقلاب، یا د ایران د خپلواکۍ او سرلوړۍ لپاره  ئې زړه خوږیږي، له دې وروسته تر پخوا ډېر د ملت د متحدو او ټینګو صفونو د ساتنې لپاره هڅه وکړي، او غیر  ضروری ، بلکې حتی  روا اختلافات هم په شخړو او تفرقو بدل نه کړي، او په وینا او عمل کې د ملت د یووالي او پیوستون څرګندونه وکړي، ان‌شاءالله.

 حضرت آیت ا لله  العظمی سید مجتبی حسینی خامنه اي نمایندګانو ته په خطاب کې دغه راز وفرمائیل؛ ستاسو لپاره د داسې وړ ملت دنمایندګئ  په دغه دروند مسؤلیت کې، چې د ظالمانو او د زمانې د ناپاکو وحشیانو د ظلم او تېري پر وړاندې ئې  خپل ټَټَر وړاندې کړی، او تاریخ د خپلې سمې لارې پر لور هدایتوي، د بریا او توفیق هیله لرم. په دې امید سره  چې زمونږ د  خپل سردار،مولا  عجّل‌الله تعالی فرجه الشریف، دعا ستاسو د الهي توفیقاتو سبب، ملاتړي او لارښوونکې وګرځي .

https://iqna.ir/fa/news/4354817

captcha